۰

طالبانو له برېتانیا سره د اړیکو په پراخولو خبرې کړې دي

سی شنبه ۲۷ قوس ۱۴۰۳ ساعت ۱۰:۳۷
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي د افغانستان لپاره د برېټانیا له شارژدافېر سره، په کابل کې کتلي دي.
طالبانو له برېتانیا سره د اړیکو په پراخولو خبرې کړې دي
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي د افغانستان لپاره د برېټانیا له شارژدافېر سره، په کابل کې کتلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل ویلي چې، دواړو لورو په دغې کتنه کې، د سیاسي او بشري اړیکو پر پیاوړتیا خبرې کړې دي.

د ضیا احمد تکل په وینا، د برېټانیا شارژدافېر رابرټ چټرټون ډېکسن ژمنه کړې چې، په دغه هېواد کې د مېشتو افغانانو ته د کونسلي خدمتونو د برابرولو په برخه کې هڅې وکړي.  

دی وايي، ه دې ناسته کې، د دوه اړخیزو سیاسي، ټولنیزو او بشردوستانه اړیکو د پر پیاوړتیا، په اورپا کې په ځانګړې توګه په برېټانیا کې د افغان وګړو لپاره د کونسلي خدمتونو د بیاځلې انسجام او د رامنځته کولو، د عملي هڅو ژمنه هم وشوه.

جمهورخبري آژآنس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي