۰

لوګر کې د خروار بند پروژې د لومړۍ برخې کار بشپړ شو

سی شنبه ۲۷ قوس ۱۴۰۳ ساعت ۱۰:۲۰
د طالبانو ډلې د اوبو او انرژۍ وزارت اعلان کړی چې په لوګر ولایت کې د خروار بند د پروژې د لومړۍ برخې کار بشپړ شوی دی.
لوګر کې د خروار بند پروژې د لومړۍ برخې کار بشپړ شو
د طالبانو ډلې د اوبو او انرژۍ وزارت اعلان کړی چې په لوګر ولایت کې د خروار بند د پروژې د لومړۍ برخې کار بشپړ شوی دی.

د جمهور آژآنس د خبر له مخې د دغه هېواد د اوبو او انرژۍ وزارت چې د طالبانو تر ولکې لاندې دی، نن سه شنبې (لیندۍ۲۷) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د خروار بند د ساتنې او مراقبت پروژې د لومړۍ برخې کار پیل شوی دی.

د لوګر ولایت په خروار ولسوالۍ کې د ۳۰ میلیونه او ۹۹۹ زره او ۹۹۲ افغانیو په لګښت جوړ شوی دی دغه بند د ۱۱.۱ میلیون متر مکعب اوبو د ذخیره کولو، د ۳۶۲ کیلوواټه برېښنا د تولید او د ۲۱۵۵ هکتاره ځمکې د خړوبولو ظرفیت لري.

د دغې پروژې کار د اوبو او انرژۍ وزارت په مالي لګښت د لوګر ولایت د اوبو او انرژی ریاست تر څارنې لاندې ترسره شو.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي