د امریکا سفارت: له زده کړو د ښځو بې برخې کول انساني کرامت ته سپکاوی دی

27 قوس 1403 ساعت 10:17

د افغانستان لپاره د امریکا سفارت د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو د ۱۶ ورځني کمپاین په دوام کې ویلي چې له زده کړو، روغتیايي خدمتونو او ازادۍ څخه د ښځو بې برخې کول د هغوی کرامت او انسانیت ته سپکاوی دی.

د جمهور آژآنس د خبر له مخې په افغانستان کې د امریکا سفارت د دوشنبې په شپه (لیندۍ۲۶) وویل چې د افغانستان خلک په ځانګړې توګه ښځې او نجونې د اساسي بشري حقونو د لاسرسي په برخه کې هره ورځ له ننګونو سره مخ دي.

د امريکا سفارت ويلي، چې له زده کړو د افغان مېرمنو بې برخې کول د بشريت کرامت ته سپکاوى او سپکاوى دى.

د يادونې وړ ده، چې طالبانو د هېواد پر ښځو او نجونو ډېر محدوديتونه لګولي او له کار او زده کړو يې بې برخې کړي دي.

جمهورخبري آژانس

د مطلب کود: 178653

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/178653/

جمهور
  https://www.jomhornews.com