د افغانستان لپاره د امریکا سفارت د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو د ۱۶ ورځني کمپاین په دوام کې ویلي چې له زده کړو، روغتیايي خدمتونو او ازادۍ څخه د ښځو بې برخې کول د هغوی کرامت او انسانیت ته سپکاوی دی.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې په افغانستان کې د امریکا سفارت د دوشنبې په شپه (لیندۍ۲۶) وویل چې د افغانستان خلک په ځانګړې توګه ښځې او نجونې د اساسي بشري حقونو د لاسرسي په برخه کې هره ورځ له ننګونو سره مخ دي.
د امريکا سفارت ويلي، چې له زده کړو د افغان مېرمنو بې برخې کول د بشريت کرامت ته سپکاوى او سپکاوى دى.
د يادونې وړ ده، چې طالبانو د هېواد پر ښځو او نجونو ډېر محدوديتونه لګولي او له کار او زده کړو يې بې برخې کړي دي.
جمهورخبري آژانس