روان کال په هېواد کې له ۴۰ څخه تر ۵۰ ټنو زعفران تولید شوي

26 قوس 1403 ساعت 13:09

د افغانستان زعفرانو ټولنه وایي، د تېرو کلونو په پرتله روان کال کې د زعفرانو کرکېله د پام وړ زیاته شوې او روان کال ټول هېواد کې له ۴۰ څخه تر ۵۰ ټنو زعفران تولید شوي دي.


د افغانستان زعفرانو ټولنه وایي، د تېرو کلونو په پرتله روان کال کې د زعفرانو کرکېله د پام وړ زیاته شوې او روان کال ټول هېواد کې له ۴۰ څخه تر ۵۰ ټنو زعفران تولید شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د افغانستان زعفرانو ټولنې مرستیال سید عبدالواحد سادات ویلي، هېواد کې د زعفرانو د تولید زیاتېدو سربېره یې د تېرو کلونو په پرتله کیفیت هم ښه شوی دی.

سادات زیاته کړې، روان کال د هېواد زعفران تر دېره اروپایي هېوادونو، امریکا، چین، هند، سعودي عربستان او عمان ته صادر شوي دي.

د یادونې ده، چې افغانستان تر ایران وروسته نړۍ کې د زعفرانو لوی تولیدونکی هېواد دی، خو افغان زعفران بیا د کیفیت پلوه ترې مخکې دي.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 178637

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/178637/

جمهور
  https://www.jomhornews.com