۰

روان کال په هېواد کې له ۴۰ څخه تر ۵۰ ټنو زعفران تولید شوي

دوشنبه ۲۶ قوس ۱۴۰۳ ساعت ۱۳:۰۹
د افغانستان زعفرانو ټولنه وایي، د تېرو کلونو په پرتله روان کال کې د زعفرانو کرکېله د پام وړ زیاته شوې او روان کال ټول هېواد کې له ۴۰ څخه تر ۵۰ ټنو زعفران تولید شوي دي.
روان کال په هېواد کې له ۴۰ څخه تر ۵۰ ټنو زعفران تولید شوي
د افغانستان زعفرانو ټولنه وایي، د تېرو کلونو په پرتله روان کال کې د زعفرانو کرکېله د پام وړ زیاته شوې او روان کال ټول هېواد کې له ۴۰ څخه تر ۵۰ ټنو زعفران تولید شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د افغانستان زعفرانو ټولنې مرستیال سید عبدالواحد سادات ویلي، هېواد کې د زعفرانو د تولید زیاتېدو سربېره یې د تېرو کلونو په پرتله کیفیت هم ښه شوی دی.

سادات زیاته کړې، روان کال د هېواد زعفران تر دېره اروپایي هېوادونو، امریکا، چین، هند، سعودي عربستان او عمان ته صادر شوي دي.

د یادونې ده، چې افغانستان تر ایران وروسته نړۍ کې د زعفرانو لوی تولیدونکی هېواد دی، خو افغان زعفران بیا د کیفیت پلوه ترې مخکې دي.

جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي