متقي او معروف د ټاپي پروژې، ریل پټلۍ او نوري فایبر د انتقال په اړه خبرې وکړې

26 قوس 1403 ساعت 13:04

د طالبانو د ډلې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیر خان متقي د ترکمنستان د بهرنیو چارو له وزیر رشید مرداوف سره وکتل او د ټاپي پروژې، د اورګاډي د غځولو او د نوري فایبر د غځولو په اړه یې خبرې وکړې.


د طالبانو د ډلې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیر خان متقي د ترکمنستان د بهرنیو چارو له وزیر رشید مرداوف سره وکتل او د ټاپي پروژې، د اورګاډي د غځولو او د نوري فایبر د غځولو په اړه یې خبرې وکړې.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې طالبانو نن سه شنبې د لیندۍ ۲۶ مه اعلان کړی، چې د دې ډلې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ هرات ولایت ته سفر کړی او هلته یې د ترکمنستان د بهرنیو چارو له وزیر رشید مرادوف سره وکتل.

د دواړو هیوادونو ترمنځ په ګډه پوله کې. دواړو لورو د ټاپي، د ریل پټلۍ د غځولو، د اورګاډي د سټېشن ګودامونو، د نوري فایبر د لېږد او د ویزو او ترانسپورتي اسانتیاوو په اړه خبرې وکړې.

د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر د ټاپي پروژې د پرمختګ او د دې پروژې د کار د بهیر د چټکتیا په اړه طالبانو ته معلومات ورکړل.

دواړو لورو هوکړه وکړه، چې د ټاپي پروژې د کار د چټکتیا، د اورګاډي پټلۍ د غځولو، د برېښنا د لېږد، د ټرانزیټي اسانتیاوو د زیاتولو او د اقتصادي همکاریو د پراخولو په موخه به د دواړو لورو تخنیکي ټیمونه په کابل او عشق اباد کې خپلو همغږيو غونډو ته دوام ورکړي.

جمهورخبري آژآنس


د مطلب کود: 178635

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/178635/

جمهور
  https://www.jomhornews.com