چین د افغانستان د بهرنیو اسعارو د زیرمو د خلاصون غوښتنه وکړه

26 قوس 1403 ساعت 13:02

په ملګرو ملتونو کې د چین د استازي مرستیال ګنګ شوانګ د امریکا له لوري د افغانستان د بهرنیو اسعارو د زېرمو د خلاصون غوښتنه کړې ده.


په ملګرو ملتونو کې د چین د استازي مرستیال ګنګ شوانګ د امریکا له لوري د افغانستان د بهرنیو اسعارو د زېرمو د خلاصون غوښتنه کړې ده.

د جمهور خبري اژانس د خبر له مخې، د چين ورځپاڼې د دوشنبې په ورځ (د لیندۍ ۲۶مه) د ګنګ شوانګ په حواله خبر ورکړ چې د افغانستان بانکي شتمنۍ بندول غير قانوني دي.

هغه زیاته کړه چې دغه شتمنۍ باید له قید او شرط پرته خوشې شي او د افغانانو د بشري وضعیت د ښه والي لپاره باید هڅې وشي.

په چین کې د پاکستان پخواني سفیر سلمان بشیر هم د افغانستان بانکي شتمنیو د خلاصون غوښتنه وکړه او زیاته یې کړه چې طالبانو اوس له نړۍ سره خپلې اړیکې پراخې کړي دي.

د يادونې وړ ده، چې امريکا طالبانو ته د افغانستان په تسليمولو سره د افغانستان اووه مليارده ډالره بهرنۍ اسعارو زېرمې بندې کړې.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 178634

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/178634/

جمهور
  https://www.jomhornews.com