نورستان کې د ۲۸ میلیونه افغانیو په لګښت روغتون جوړېږي

26 قوس 1403 ساعت 7:37

د نورستان په نورګرام ولسوالۍ کې د ۲۸ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه روغتیایي مرکز د جوړولو چارې پیل شوې دي.


د نورستان په نورګرام ولسوالۍ کې د ۲۸ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه روغتیایي مرکز د جوړولو چارې پیل شوې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د نورستان لپاره د طالبانو والي ویلي، چې د دغه ولایت د نورګرام ولسوالۍ اړوند په ګلچه خېلو سیمه کې د یونېسیار موسسې په مالي ملاتړ د ۲۸ میلیونه افغانیو په لګښت د B.H.C روغتیایي مرکز د جوړولو چارې پیل شوې دي.

نوموړي زیاته کړې، چې یاد روغتیایي مرکز د یوه احاطوي دېوال، ۸ خونو او نورو اړینو لوازمو په درلودلو سره په یو نیم جریب ځمکه کې جوړېږي، چې چارې به یې د یوه کال په موده کې بشپړې شي.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 178620

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/178620/

جمهور
  https://www.jomhornews.com