د ایراني رسنیو د راپور له مخې له تېرو درېیو ورځو راهیسې له کرمان څخه شاوخوا یو زر او ۷۸۸ تنه بې اسنادو افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستانه کړل شوي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په دغه راپور کې راغلي، چې د کرمان لویې څارنوالۍ په تېرو ۷۲ ساعتونو کې دغه یو زر او ۷۸۸ تنه بې اسنادو کډوال تر پېژندلو وروسته خپل هېواد ته ستانه کړي دي.
په دغه راپور کې د کرمان د لوی څارنوال مهدي بخشي له قوله راغلي، چې دغه کسان د «ټولنیز امنیت د ښه والي» طرحې په چوکاټ کې د امنیتي موخو له امله خپل هېواد ته ستانه شوي دي.
هغه زیاته کړې، چې بهرني وګړي باید دغه هېواد ته د تګ راتګ او اوسېدو لپاره قانوني اسناد ولري او له اسنادو پرته به ورسره قانوني چلند وشي او له دغه هېواده به په زور و اېستل شي.
جمهورخبري آژانس