په څلورو ولایتونو کې ترافیکي پېښو ۱۷ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

26 قوس 1403 ساعت 7:29

د هېواد په ۴ ولایتونو کې د جلا ترافیکي پېښو له امله ۱۷ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


د هېواد په ۴ ولایتونو کې د جلا ترافیکي پېښو له امله ۱۷ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې سرچینو ویلي، دا پېښې په هلمند، جوزجان، غزني او دایکندي کې شوې، چې ۱۱ کسان په کې مړه او شپږ نور ټپیان شوي دي.

د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې په پایله کې د چلوونکي په ګډون د یوې کورنۍ پنځو غړو ژوند بایللی دی.

ورته مهال سرچینو ویلي چې درې کسان بیا د شبرغان – خواجه دوکوه ولسوالۍ پر لار د یوې کرولا او ټانکر موټر په ټکر کې مړه شوي دي.

دغه راز د غزني په مرکز کې ترافیکي پېښې یو کس مړ کړی او څلور نور یې ټپيان کړي دي.

د یادو ترافیکي پېښو لامل د موټرچلوونکو بې‌احتیاطي او د سړکونو خرابوالی ښودل شوی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې روان کال په هېواد کې د ترافیکي پېښو کچه پام وړ ډېره شوې ده.

جمهورخبري آژآنس
 


د مطلب کود: 178617

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/178617/

جمهور
  https://www.jomhornews.com