ترکیه: که سوریه وغواړي ځواکونو ته یې پوځي روزنه ورکوو

26 قوس 1403 ساعت 7:28

د راپورونو له مخې د ترکیې د دفاع وزیر یاشار ګولر ویلي، چې که د سوریې نوی حکومت ورڅخه وغواړي ترکیه چمتو ده، چې د دې هېواد ځواکونو ته پوځي روزنه ورکړي.


د راپورونو له مخې د ترکیې د دفاع وزیر یاشار ګولر ویلي، چې که د سوریې نوی حکومت ورڅخه وغواړي ترکیه چمتو ده، چې د دې هېواد ځواکونو ته پوځي روزنه ورکړي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، هغه د دې پوښتنې په ځواب کې چې د سوریې له نوي حکومت سره د ترکیې همکارۍ تر څه حده ده، ویلي، چې انقره اوس هم له ډېرو هېوادونو سره پوځي همکاري او د روزنې تړونونه لري.

هغه زیاته کړې، چې باید وخت ورکړل شي او وکتل شي چې د سوریې نوی حکومت څه ډول ګامونه پورته کوي.

د ترکیې دفاع وزیر دا هم ویلي، چې د دوی لومړیتوب لا هم د سوریې په شمال کې د کورد ملېشو یا (YPG) له منځه وړل دي، او دا دریځ یې “واشنګټن ته هم روښانه کړی دی.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 178616

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/178616/

جمهور
  https://www.jomhornews.com