د نورستان ولایت د کلیو بیا رغونې او پراختیا ریاست مسوولینو خبر ورکړی، چې د یاد ولایت په برګمټال ولسوالۍ کې د ۲۳ کیلو واټو په ظرفیت برېښنا کوټ جوړ شوی دی.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې د یاد ولایت د کلیو بیا رغونې او پراختیا ریاست مسوولین وایي، چې د برګمټال ولسوالۍ په اولګل کلي کې د یاد ریاست او د سیمې د خلکو په مالي ملاتړ د ۳ میلیونه افغانیو په لګښت ۳۰ کیلو واټو په ظرفیت کوچنی برېښنا کوټ جوړ شوی دی.
د یادولو وړ ده، چې د دې کلي خلکو تر وړاندې برېښنا نه درلوده او اوس د برېښنا کوټ په جوړېدو سره ۵۰۰ کورنیو ته برېښنا برابره شوې ده.
جمهورخبري آژآنس