د کامې پر بند د پانګونې هوکړه لیک لاسلیک شوی

25 قوس 1403 ساعت 8:52

د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت په خپره کړې خبر پاڼه کې ویلي، چې دغه وزارت د یوه خصوصي ساختماني شرکت سره په ننګرهار کې د کامې پر بند د پانګونې په خاطر د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک کړی دی.


د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت په خپره کړې خبر پاڼه کې ویلي، چې دغه وزارت د یوه خصوصي ساختماني شرکت سره په ننګرهار کې د کامې پر بند د پانګونې په خاطر د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک کړی دی.

د جمهور آژآنس د خبر له مخې د یاد وزارت په خبره، د دې هوکړه لیک پر بنسټ به دا خصوصي شرکت د کامې د اوبو لګولو او برېښنا د تولید بند پر عصري کولو، پرمختګ او د اوبو لګولو پر سیستم کار پیل کړي.

د کامې پر بند د کار د پیل خبر په داسې حال کې دی، چې د اوبو او انرژۍ وزارت له خوا په کامه کې د میرزاخیل او ماماخیل پر دوو نورو بندونو هم کار روان دی.

جمهورخبري آژآنس
 


د مطلب کود: 178596

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/178596/

جمهور
  https://www.jomhornews.com