اروپایي ټولنې او پاکستان د افغان کډوالو په تړاو خبرې کړې

25 قوس 1403 ساعت 8:50

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په خپره کړې خبر پاڼه کې ویلي، چې پاکستاني چارواکو او اروپایي ټولنې د ګډې کمېټې په څوارلسمه غونډه کې د افغان کډوالو په تړاو خبرې کړې دي.


د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په خپره کړې خبر پاڼه کې ویلي، چې پاکستاني چارواکو  او اروپایي ټولنې د ګډې کمېټې په څوارلسمه غونډه کې د افغان کډوالو په تړاو خبرې کړې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د خبرپاڼې له مخې، اروپایي ټولنې ویلي، چې په پاکستان کې د افغان کډوالو د ستونزو د پایښت لرونکي حل لارې ملاتړ کوي.

بلخوا، د جرمني رسنۍ د کرواسیا د کورنیو چارو وزارت له قوله راپور ورکوي چې د روان زیږدیز کال په لومړیو لسو میاشتو کې له ۲۶ زرو ډېر ناقانونه کډوال دغه هېواد ته ورغلي دي.

ډېری دغه کډوال د افغانستان، سوریې، ترکیې، روسیې او مصر وګړي دي. دا په داسې حال کې ده چې، په وروستیو میاشتو کې پر ګاونډیو هېوادونو سربېره په اروپایي هېوادونو کې هم افغان کډوال له جدي ستونزو سره مخ شوي دي.

جمهورخبري آژآنس
 


د مطلب کود: 178595

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/178595/

جمهور
  https://www.jomhornews.com