تېرو ۸ میاشتو کې ۶۵۴ زره ټنه د ډبرو سکاره بهر ته صادر شوي

25 قوس 1403 ساعت 8:47

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي چې، د روان لمریز کال په اتو مياشتو کې د ۶۵٫۶ مېلیونه ډالرو په ارزښت شاوخوا ۶۵۴ زره ټنه د ډبرو سکاره صادر شوي دي.


د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي چې، د روان لمریز کال په اتو مياشتو کې د ۶۵٫۶ مېلیونه ډالرو په ارزښت  شاوخوا ۶۵۴ زره ټنه د ډبرو سکاره صادر شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د دغه وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد زیاتوي چې، دغه اندازه د ډبرو سکاره پاکستان، چین، ایران، هند او ترکيې ته صادر شوي دي.

بلخوا د کانونو او صنایعو خونه پر دې بارو ده که‌چېرې په هېواد کې د ډبرو د سکرو د صادراتو او پروسس برخې ته پاملرنه وشي، د هغوی د پلور له لارې به کورني عواید زیات شي.

د کانوو او پترولیم وزارت د معلوماتو له مخې افغانستان د ډبرو سکرو د زېرمو ۷۰۰ کیلومټره کمربند لري چې، سور یې له ۳۵ تر ۴۰ کیلومټرو دی. دغه کمربند له بدخشانه پیلېږي او په هرات کې پای ته رسېږي.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 178593

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/178593/

جمهور
  https://www.jomhornews.com