۰

تېرو ۸ میاشتو کې ۶۵۴ زره ټنه د ډبرو سکاره بهر ته صادر شوي

یکشنبه ۲۵ قوس ۱۴۰۳ ساعت ۰۸:۴۷
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي چې، د روان لمریز کال په اتو مياشتو کې د ۶۵٫۶ مېلیونه ډالرو په ارزښت شاوخوا ۶۵۴ زره ټنه د ډبرو سکاره صادر شوي دي.
تېرو ۸ میاشتو کې ۶۵۴ زره ټنه د ډبرو سکاره بهر ته صادر شوي
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي چې، د روان لمریز کال په اتو مياشتو کې د ۶۵٫۶ مېلیونه ډالرو په ارزښت  شاوخوا ۶۵۴ زره ټنه د ډبرو سکاره صادر شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دغه وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد زیاتوي چې، دغه اندازه د ډبرو سکاره پاکستان، چین، ایران، هند او ترکيې ته صادر شوي دي.

بلخوا د کانونو او صنایعو خونه پر دې بارو ده که‌چېرې په هېواد کې د ډبرو د سکرو د صادراتو او پروسس برخې ته پاملرنه وشي، د هغوی د پلور له لارې به کورني عواید زیات شي.

د کانوو او پترولیم وزارت د معلوماتو له مخې افغانستان د ډبرو سکرو د زېرمو ۷۰۰ کیلومټره کمربند لري چې، سور یې له ۳۵ تر ۴۰ کیلومټرو دی. دغه کمربند له بدخشانه پیلېږي او په هرات کې پای ته رسېږي.

جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي