د طالبانو دعامې روغتیا سرپرست وزیر په دغه وزارت کې، د ۴۵۰ بستونو لپاره د برېښنايي ازموینې په پروګرام کې، منلې چې، اوسمهال د هېواد روغتیايي نظام له بېلابېلو ننګونو سره مخ دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې نور جلال جلالي په دغه پروګرام کې ویلي هڅه کوي چې، ژر تر ژره دغه ننګونې حل کړي. د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمېسیون لخوا د ۴۵۰ بستونو لپاره د برېښنايي ازموینې پروګرام جوړ شو چې، څه باندې۳۵۰۰ سیالانو پهکې ګډون وکړ.
په دغه پروګرام کې د چارو ادارې د عمومي ریاست مرستیال وایي چې دغه اداره د کارکوونکو د وړتیاوو د لوړولو لپاره ځانګړي انسټېټیوټونه لري.
بل خوا، د دې ازموینې ځينې ګډونوال په دې ازموینه کې د لا روڼتیا د رامنځته کېدو غوښتنه کوي.
د عامې روغتیا وزارت مسوولین وايي چې، په راتلونکي کې به د بېلابېلو طبي برخو لپاره ۸۵۰۰ نور بستونه هم ازادې سیالۍ ته وړاندې شي.
جمهورخبري آژانس