۰

کرکټ: افغانستان له زمبابوې د ۲۰ اوریزه لوبو لړۍ وګټله

یکشنبه ۲۵ قوس ۱۴۰۳ ساعت ۰۸:۴۰
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د ۲۰ اوریزه لوبلړۍ په درېیمه لوبه کې زمبابوې ملي لوبډلې ته د دریو ویکټو په توپیر ماته ورکړه او دغه سریز یې په خپل نوم کړ.
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د ۲۰ اوریزه لوبلړۍ په درېیمه لوبه کې زمبابوې ملي لوبډلې ته د دریو ویکټو په توپیر ماته ورکړه او دغه سریز یې په خپل نوم کړ.
 
د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې درېمه لوبه د لیندۍ ۲۴ مه د افغانستان پر وخت مازیګر څلور بجې د افغانستان له خوا په توپ اوچونې سره پیل شوه.

زمبابوې لوبډلې د ۱۰ لوبغاړو په سوځېدو سره په ټاکلو ۲۰ اورونو کې ۱۲۸ منډې افغانستان ته هدف وټاکه.

راشد خان د سیالې لوبډلې څلور، نوین الحق دوه، عظمت الله عمرزي ۲ او مجبیب الرحمن هم دوه لوبغاړي وسوځول.

د لوبې په دویمه پاڼې کې افغان ملي لوبډلې د ۷ ویکټو په له لاسه ورکولو سره د لوبې په ۲۰ اور کې ورکړل شوی هدف پوره او لوبه یې وګټله.

د یادونې ده، چې د روان شل اوریزه لوبلړۍ لومړۍ لوبه زمبابوې او وروستۍ دوه لوبې پرلپسې افغان ملي لوبډلې وګټلې او په دې سره یې د روان سریز جام هم خپل کړ.
 
باید و ویل شي، چې افغان ملي لوبډله له دې وروسته د زمبابوې لوبډلې سره درې ۵۰ اوریزه او دوه ټېسټ لوبې لري، چې لومړۍ پنځوس اوریزه لوبه به د سه شنبې په ورځ تر سره شي.
 
جمهورخبري آژانس
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي