۰

سویډن د افغانستان له وجهي صندوق سره ۹ میلیونه ډالره مرسته وکړه

شنبی ۲۴ قوس ۱۴۰۳ ساعت ۱۶:۱۶
د افغانستان لپاره د مرستو صندوق اعلان کړی چې سویډن له افغانستان سره ۹ میلیونه ډالره مرسته کړې ده.
سویډن د افغانستان له وجهي صندوق سره ۹ میلیونه ډالره مرسته وکړه
د افغانستان لپاره د مرستو صندوق اعلان کړی چې سویډن له افغانستان سره ۹ میلیونه ډالره مرسته کړې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د افغانستان د وجهي صندوق چارواکو د جمعې په ورځ (د لیندۍ ۲۴مه) د دغه صندوق په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې دغه نغدي مرسته د سویډن د نړیوالو پراختیايي همکاریو ادارې له خوا شوې ده.

د افغانستان لپاره د مرستو ځانګړي صندوق ویلي، چې دغه مرستې به د افغاني ټولنې د پیاوړتیا، د انعطاف د زیاتولو، د هیلو د لوړولو او په اوسني ستونزمن حالت کې د پایداره حل لارو په برابرولو کې ولګول شي.

دغه صندوق چې د ملګرو ملتونو له خوا جوړ شوی، دغه مرستې حیاتي ملاتړ بولي.

د يادونې وړ ده، چې د طالبانو تر ولکې لاندې افغانستان له سخت اقتصادي وضعيت سره مخ دی .

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي