فوزیه کوفي:

افغان ښځو نړۍ ته وښودله چې د طالبانو د ظلم پر وړاندې قوي او مقاومت کوي

24 قوس 1403 ساعت 16:13

د افغانستان د ولسي جرګې پخوانۍ غړې فوزیه کوفي وايي، افغان مېرمنې وتوانېدې نړۍ ته وښيي چې د بې عدالتۍ پر وړاندې قوي او مقاومت کوي.


د افغانستان د ولسي جرګې پخوانۍ غړې فوزیه کوفي وايي، افغان مېرمنې وتوانېدې نړۍ ته وښيي چې د بې عدالتۍ پر وړاندې قوي او مقاومت کوي.

د جمهور آژآنس د خبر له مخې مېرمن کوفي په مادرید کې د ښځو په غونډه کې وویل، کله چې شیشه ماتېږي، تیزېږي. دا ښځې چې د مات شوي شیشې په څیر دي، هره ټوټه یې دومره تیزه ده چې د ظلم او بې عدالتۍ په وړاندې ودریږي.

هغه زیاته کړه، ښځو تل له نړیوالې ټولنې څخه د ملاتړ غوښتنه کړې ده.

د يادونې وړ ده چې طالبانو ډلې ته د افغانستان په تسليمولو سره دغې ډلې ښځې او نجونې له کار او د علومو له زده کړې بې برخې کړې.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 178582

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/178582/

جمهور
  https://www.jomhornews.com