۰

امنیت شورا پر طالبانو د بندیزونو د څار موده وغځوله

شنبی ۲۴ قوس ۱۴۰۳ ساعت ۱۶:۱۱
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د طالبانو او نورو هغو ادارو پر ضد د بندیزونو د څار ډلې ماموریت چې د افغانستان سولې او امنیت ته ګواښ پېښوي، د نورو ۱۴ میاشتو لپاره وغځوله.
امنیت شورا پر طالبانو د بندیزونو د څار موده وغځوله
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د طالبانو او نورو هغو ادارو پر ضد د بندیزونو د څار ډلې ماموریت چې د افغانستان سولې او امنیت ته ګواښ پېښوي، د نورو ۱۴ میاشتو لپاره وغځوله.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د جمعې په ورځ (د لیندۍ ۲۴ مه) د دغې شورا د ۱۵ غړو په مثبتو رایو سره پر طالبانو د بندیزونو د څارنې ډلې د ماموریت د غځولو پرېکړه لیک تصویب کړ.

د دغه پرېکړه لیک له مخې به طالبان د دې مودې تر پایه د ملګرو ملتونو د بندیزونو تابع وي. په بندیزونو کې د بهرنیو اسعارو زیرمو کنګل کول، د سفر بندیزونه او د وسلو بندیز شامل دي.

په ملګروملتونو کې دامریکا استازی دغه اقدام دافغانستان دسولې او امنیت دټینګښت په لاره کې یو مهم ګام وباله او د دغو بندیزونو دڅیړنې او په جدی توګه دعملی کولو په دوام یې ټینګار وکړ .

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي