د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي، سږ کال دغه ولایت کې پر ۶۰ هکټاره ځمکه د ممپلیو کښتونه شوي، چې ۲۱۰ ټنه حاصل به ورڅخه ترلاسه شي.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې د دغه ریاست د معلوماتو پر بنسټ د یاد ولایت په ارغنداب او ژیړۍ ولسوالیو کې کروندګرو ممپلي کرلي خو دغه کښت د پراخېدو په حال کې دی.
کروندګر وايي، د ممپلیو کښت کمه خواري غواړي، خو عاید یې زیات دي نو اړتیا ده، چې حکومت یې د رواجولو لپاره له کروندګرو سره مرسته وکړي.
جمهورخبري آژآنس