د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمیشنري وايي چې په تېره نومبر میاشت کې شاوخوا ۱۲۰۰ افغان کډوال په پاکستان کې نیول شوي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې UNHCR په یوه تازه راپور کې چې پرون خپور شو ویلي چې دا په سږني کال کې د افغان کډوالو د نیونو تر ټولو لوړه شمېره ده.
د راپور له مخې پاکستاني امنیتي ځواکونو د روان ۲۰۲۴ کال له پیله له ۸۵۰۰ ډېر افغانان نیولي دي.
په ۲۰۲۳ کال کې چې پاکستاني چارواکو ناڅاپه له دې هېواده د افغان کډوالو د جبري ایستلو بهیر پیل کړ، له ۳۰ زرو زیات افغانان په زندانونو کې اچولي وو، چې د UNHCR په وینا نژدې ۲۶۳۰۰ یې غیرقانوني او له ۴۳۰۰ ډېر نور هغه افغان کډوال وو، چې په دې هېواد کې د استوګنې قانوني اسناد یې درلودل.
جمهورخبري آژآنس