د طالبانو ویاند وايي، د دوی او اروپايي ټولنې تر منځ د اړیکو د جوړولو په برخو کې د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې د ځانګړي استازي توماس نېکلاسن ماموریت چندانې ګټور نه ګڼي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې مجاهد د اروپایي ټولنې له نوې استازي چې ټاکل شوې ده په نږدې راتلونکي کې معرفي شي، غواړي چې د اروپايي ټولنې غړو هېوادونو ته د افغانستان ریښتینی تصویر وړاندې کړي او د لا ډېرې همکارۍ راجلب کړي.
دی وايي،دا چې د افغانستان او او اروپايي ټولنې اړیکې یې و نه رغولې او هغه شکونه او لیدلوری چې د اسلامي امارت په اړه موجود دی او هغه یې لمنځه یوړلی نه شو نو دا بریالیتوب نه دی.
په تېرو څه باندې درېیو کلونو کې هېڅ اروپايي هېواد په خپلو سفارتونو کې د طالبانو استازی نه دی ملنی.
د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې استازي کابل ته په خپل پنځه ورځني سفر کې د طالبانو له مسوولانونو، د ملګرو ملتونو له استازو، خبریالانو او سوداګرو سره کتلي دي.
په دغو کتنو کې د کروندګرو لپاره د بدیل کښت، د اروپایي ټولنې د بشري مرستو، د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت د قانون او د اروپایي ټولنې له هېوادونو سره د سوداګرۍ د زیاتېدو په تړاو بحث او خبرې کړې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې توماس نیکلاسن د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې د ځانګړي استازي په توګه په ۲۰۲۱ زېږیز کال کې ټاکل شوی و.
جمهورخبري آژآنس