د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وزیر برید ته د غبرګونو په لړ کې د امریکا د ملي امنیت شورا ویاند وایي چې دوی له مخکې په افغانستان کې د داعش ګواښونه تشخیص کړي وو.
د جمهور خبري آژآنس د خبر له مخې د ملي امنیت شورا ویاند زیاتوي چې متحده ایالتونه له افغانستانه تر وتلو وروسته له لرې د ترهګرۍ ضد عملیاتو وړتیا ساتلې او ښه کړې ده.
د امریکا د ملي امنیت شورا ویاند، جان کربي و ویل: «موږ له افغانستانه د وتلو له وخت راهیسې، په ټوله نړۍ کې د ترهګرۍ ضد عملیاتو ترسره کولو وړتیا ساتلې او ښه کړې ده. موږ دا وړتیا د افغانستان په څېر ځایونو په ګډون ثابته کړې ده.»
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ په پکتیا کې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د جنازې په مراسمو کې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست و ویل، د امنیتي ادارو د موندنو لمخې، په افغانستان کې وروستي شپږ بریدونه له هېواده بهر پلان شوي دي.
جمهورخبري آژانس