د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن د افغانستان په اړه غونډه کوي

22 قوس 1403 ساعت 10:14

په افغانستان کې د ملګرو ملتو مرستندویه پلاوي( یوناما) پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چې ټاکل شوې، د ملګرو ملتو امنیت شورا نن د افغانستان په اړه غونډه وکړي.


په افغانستان کې د ملګرو ملتو مرستندویه پلاوي( یوناما) پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چې ټاکل شوې، د ملګرو ملتو امنیت شورا نن د افغانستان په اړه غونډه وکړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې په دې لیکلي بیان کې ویل شوي، چې د یوناما مشره روزا اتونبایوا به دې غونډې ته وینا وکړي.

په امنیت شورا کې د افغانستان په اړه دا د سږکال څلورمه غونډه ده او په داسې وخت کې جوړیږي چې یوناما د تېرې سې شنبې په ورځ د بشري حقونو د نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي و، که څه هم په افغانستان کې وسله والې نښتې کمې شوې ، خو بشري حقونه له خطر سره مخامخ شوې دي.

امنیت شورا هم په افغانستان کې بشري وضعیت په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو وضعیت د ډيرې اندیښنې وړ بللی دی.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 178543

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/178543/

جمهور
  https://www.jomhornews.com