په هیواد کې د ۱۱خصوصي تحصیلي موسسو جوازونه لغوه شوي

22 قوس 1403 ساعت 10:12

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت په یوه خپره کړې خبر پاڼه کې ویلي، چې په هیواد کې د یې د ۱۱خصوصي تحصیلي موسسو جوازونه لغوه کړې دي.


د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت په یوه خپره کړې خبر پاڼه کې ویلي، چې په هیواد کې د یې د ۱۱خصوصي تحصیلي موسسو جوازونه لغوه کړې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې سرچینې ویلي، په غزني کې یې د سلطان محمود غزنوي، په فراه کې د ابونصر، په بادغیس کې د حنظله او حکمت، په تخار کې د فجرستان، په کندز کې د نمر، په بغلان کې د رویان او قدس، په بلخ کې د سادات، په سمنګان کې د مولانا جلال الدین بلخي او په هرات کې د الغیاث خصوصي تحصیلي موسسو جوازونه لغوه کړې دي.

خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د دې موسسو د بندیدو په علتونو کې، خیالي استادان او محصلان، د تعلیمي-اداري اصولو نه رعایت او یوشمیر نورې سرغړونې یادې شوې دي.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 178542

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/178542/

جمهور
  https://www.jomhornews.com