د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت په یوه خپره کړې خبر پاڼه کې ویلي، چې په هیواد کې د یې د ۱۱خصوصي تحصیلي موسسو جوازونه لغوه کړې دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې سرچینې ویلي، په غزني کې یې د سلطان محمود غزنوي، په فراه کې د ابونصر، په بادغیس کې د حنظله او حکمت، په تخار کې د فجرستان، په کندز کې د نمر، په بغلان کې د رویان او قدس، په بلخ کې د سادات، په سمنګان کې د مولانا جلال الدین بلخي او په هرات کې د الغیاث خصوصي تحصیلي موسسو جوازونه لغوه کړې دي.
خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د دې موسسو د بندیدو په علتونو کې، خیالي استادان او محصلان، د تعلیمي-اداري اصولو نه رعایت او یوشمیر نورې سرغړونې یادې شوې دي.
جمهورخبري آژانس