د قوش تېپې کانال د دویم فاز چارې ۸۱ سلنه بشپړې شوې

20 قوس 1403 ساعت 5:44

د ملي پراختیا شرکت مسوولین وايي، چې د قوش تېپې کانال د دویم فاز چارې ۸۱ سلنه بشپړې شوې او د دغه کانال د بند چارې هم نږدې ۶۷ سلنه پرمخ تللې دي.


د ملي پراختیا شرکت مسوولین وايي، چې د قوش تېپې کانال د دویم فاز چارې ۸۱ سلنه بشپړې شوې او د دغه کانال د بند چارې هم نږدې ۶۷ سلنه پرمخ تللې دي.

د جمهور آژآنس د خبر له مخې دغه خبرې دیاد شرکت ویاند د قوش تېپې کانال د یوې ویډیو په خپرولو سره کړې دي.

په دې وروستیو کې د ملي پراختیا شرکت ته یو میلیونه دولتي ځمکه هم په واک کې ورکړل شوې ده.

د سرچینې د مالوماتو له مخې یاد شرکت به له دې ځمکې څخه په بلخ، جوزجان او فاریاب ولایتونو کې د کرنیزو او صنعتي کمپلیکسونو په جوړولو کې ګټه واخلي.

د ملي پراختیا شرکت د مسوولینو په خبره، د قوش تېپې کانال د دویم فاز د کېندنې چارې د روان کال په لومړیو کې پیل شوې او د یاد کال تر پایه به بشپړې شي.

جمهورخبري آژآنس
 


د مطلب کود: 178479

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/178479/

جمهور
  https://www.jomhornews.com