بامیانو کې د ۷۰ میلیونه افغانیو په لګښت بېلابېلې پروژې پلې شوې

20 قوس 1403 ساعت 5:42

د بامیانو ولایت د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولینو خبر ورکړی، چې د روان کال په ۸ میاشتو کې په دغه ولایت کې د ۷۰ میلیونه افغانیو په لګښت بېلابېلې پروژې پلې شوې دي.


د بامیانو ولایت د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولینو خبر ورکړی، چې د روان کال په ۸ میاشتو کې په دغه ولایت کې د ۷۰ میلیونه افغانیو په لګښت بېلابېلې پروژې پلې شوې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د مسوولینو په خبره په دې رغنیزو پروژو کې د اوبو رسولو ۳۸ شبکو جوړول او ترمیمول، د ۲۲ څاګانو کیندل د ۹۰۰ متره کانال او د ۳۷۰۰ کیلومتره سړکونو د بیارغولو او جوړولو چارې شاملې دي.

د یا ولایت ځایي مسوولین زیاتوي چې د روان کال له پیله تر دا مهاله د باميانو له مرکز څخه د شهيدانو سيمې پورې د پنځه کيلومتره سړک جوړ شوى او د قرغيو- پاس رويه يکاولنګ د سړک چارې ٨٠ سلنه بشپړې شوې دي.

د یادونې وړ ده، چې یاد ریاست د راتلونکي کال لپاره د اوبو رسولو د ۷۳ شبکو د جوړولو پلان لري.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 178478

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/178478/

جمهور
  https://www.jomhornews.com