د کرنې او مالدارۍ معین د اروپا اتحادیې له ځانګړي استازي سره کتلي

20 قوس 1403 ساعت 5:40

د طالبانو د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې د دغه وزارت د کرنې او مالدارۍ معین د اروپا اتحادیې له ځانګړي استازي توماس نیکولاسن سره کتلي دي.


د طالبانو د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې د دغه وزارت د کرنې او مالدارۍ معین د اروپا اتحادیې له ځانګړي استازي توماس نیکولاسن سره کتلي دي.

په دې کتنه کې د کوکنارو کښت او بدیلونو، د کرنیزو تولیداتو د زیاتوالي، د افغان محصولاتو لپاره د بازارموندنې، د پروژو تطبیقي بهیر د آسانه کولو او له بزګرانو او مالدارانو سره د همکارۍ په اړه خبرې شوې دي.

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د معلوماتو له مخې؛ په دې کتنه کې مولوي عثماني د اروپایي اتحادیې له لوري د تمویل کوونکو مؤسسو لخوا د ځینو پروژو پر تطبیق نیوکه کړې او ویلي يې دي هغه پیسې چې د افغانستان د خلکو لپاره ځانګړې کېږي، باید په شفاف ډول ولګول شي؛ څو خلکو او بزګرانو ته ډېرې ګټې ورسوي.

د اروپا اتحادیې ځانګړي استازي هم، په افغانستان کې د دې اتحادیې لخوا د تطبیق کېدونکو پروژو په اړه معلومات ورکړي او د افغانستان د خلکو د وضعیت د ښه والي لپاره یې د خپلو همکاریو د دوام ډاډ ورکری دی.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 178477

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/178477/

جمهور
  https://www.jomhornews.com