پروان کې لوستو ځوانانو لپاره د کاري زمینو د برابرولو هڅې پیل شوې دي

19 قوس 1403 ساعت 10:04

د پروان د کار او ټولنیزو چارو ریاست وايي، د کار او ټولنیزو چارو وزارت له پوهنتونه فارغ ځوانان په حکومتي ادارو کې په دندو ګماري.


د پروان د کار او ټولنیزو چارو ریاست وايي، د کار او ټولنیزو چارو وزارت له پوهنتونه فارغ ځوانان په حکومتي ادارو کې په دندو ګماري.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دوی وایي، په همدې موخه یې دغه ولایت کې له لوستو ځوانانو د اسنادو راټولولو لړۍ پیل کړې ده. 

د پروان د کار او ټولنیزو چارو رییس، قدرت الله ذاکر و ویل: « هغه کسان چې ښوونیزو اسناد لري او اوس مهال پې کاره وي، کولای شي موږ ته خپلې سې وي راکړي، موږ دوی بېلابېلو ارګانونو ته ور پېژنو څو کاري زمینه ورته برابره شي.»

ورته مهال پروان کې ځینې ځوانان وايي، هېواد کې د کاري زمینو نشتوالي له امله ډېری ځوانان ناقانونه کډوالۍ ته مخه کوي. 

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 178454

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/178454/

جمهور
  https://www.jomhornews.com