پني وانګ: د نجونو پر زده‌کړو بندیز، د خلکو ژوند له ګواښ سره مخ کوي

19 قوس 1403 ساعت 9:59

د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزیرې، په افغانستان کې د نجونو پر مخ د طبي انسټېټیوټونو د تړلو په غبرګون کې ویلي چې، دغه بندیزونه د زده‌کړو او کار پاتې فرصتونه هم له‌منځه وړي او د خلکو ژوند له ګواښ سره مخ کوي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې پني وانګ همدارنګه د ښځو پر وړاندې د تبعیض د له‌منځه وړلو، د کنوانسیون په چوکاټ کې د طالبان د حساب ورکونې لپاره د استرالیا د هڅو پر اهمیت ټینګار وکړ.

د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزیرې وویل:«د طالبانو له لوري، د روغتیاپالنې او قابلګۍ په برخو کې د ښځو پر زده‌کړو بندیزونه، د کار او زده‌کړې لپاره یوازیني فرصتونه هم له‌منځه وړي او ژوند له ګواښ سره مخ کوي. دغه حکم د ښځو پر وړاندې د تبعیض د له‌منځه وړلو، د کنوانسیون په چوکاټ کې د افغانستان د سرپرست حکومت د حساب ورکونې لپاره د استرالیا د هڅو پر اهمیت ټینګار کوي.»

جمهورخبري آژآنس
 
د مطلب کود: 178452

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/178452/

جمهور
  https://www.jomhornews.com