د وارداتي برېښنا پرې کېدو د هرات خلک له ستونزو سره مخ کړي

19 قوس 1403 ساعت 9:56

د هرات ولایت ځايي سرچینو ویلي، چې د ایران له وارداتي برېښنا پرې کېدو سره هممهاله، د ترکمنستان وارداتي برېښنا هم پرې شوې ده.


د هرات ولایت ځايي سرچینو ویلي، چې د ایران له وارداتي برېښنا پرې کېدو سره هممهاله، د ترکمنستان وارداتي برېښنا هم پرې شوې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د یاد ولایت ځایي چارواکو هم منلې چې د سړې هوا له کبله د ترکمنستان وارداتي برېښنا مزي د هرات کشک‌رباط ولسوالۍ اړوند په (بند بقرچر) سیمه کې پرې شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې له پرون سهار راهیسې هرات ته د ایران وارداتي برېښنا هم پرې شوې چې له کبله یې دا ولایت له بشپړې تیارې سره مخ شوی دی.

د یادولو وړ ده چې هر کال د ژمي په راسېدو سره په هېواد کې په ځانګړې توګه په لویو ښارونو کې د برېښنا پرچاوي ډېرېږي.

جمهورخبري آژآنس
 


د مطلب کود: 178451

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/178451/

جمهور
  https://www.jomhornews.com