تخار کې د کانونو له درکه ۹۸ میلیونه افغانۍ عواید راټول شوي

19 قوس 1403 ساعت 9:53

د تخار ولایت د کانونو او پټرولیم ریاست مسوولین وایي، چې د روان کال په ورستیو ۹ میاشتو کې یې د کانونو د قراردادونو له درکه ۹۸ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي.


د تخار ولایت د کانونو او پټرولیم ریاست مسوولین وایي، چې د روان کال په ورستیو ۹ میاشتو کې یې د کانونو د قراردادونو له درکه ۹۸ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د مسوولینو په خبره دغه عواید یې د ګج کان، مالګې، د ډبرو سکرو د خصوصي شرکتونو له قراردادونو څخه راټول کړي چې د تېر کال په پرتله ۸۴ سلنه زیاتوالی ښيي.

د تخار ولایت د کانونو او پټرولیم ریاست مسوولین زیاتوي، چې د لس هکتاره ځمکې څخه ۳ سوه زره افغانۍ د چاپيریال ساتنې د تضمین او ۴۰ زره افغانۍ د فعالیت له جواز څخه اخیستل کېږي.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 178450

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/178450/

جمهور
  https://www.jomhornews.com