یونېسف: په ۱۲ ولایتونو کې اړمنو ته د مرستو رسولو هڅې کوو

19 قوس 1403 ساعت 9:49

یونېسف ویلي، چې د افغانستان په ۱۲ولایتونو کې زرګونو اړمنو کورنیو سره د مرستو رسولو هڅې کوي.


یونېسف ویلي، چې د افغانستان په ۱۲ولایتونو کې زرګونو اړمنو کورنیو سره د مرستو رسولو هڅې کوي.

د ججمهور آژانس د خبر له مخې د افغانستان لپاره د یونېسف سرپرست عبدالقادر د طالبانو د طبیعي پېښو سره د مبارزې ادارې له سرپرست سره په کتنه کې ویلي، چې د افغانستان په مرکزي او ختیځ زون کې به د روانې میاشتې تر وروستیو پورې ژمنۍ او روغتیایي بستې دې ادارې ته وسپارل شي، تر څو په اړمنو خلکو و ویشل شي.

له طبیعي پېښو سره د مبارزې ادارې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د یونېسف د خدماتو د مسوول له قوله زیاته کړې، چې که څه هم یاده اداره د افغانستان په ۹ولایتونو کې ګودامونه لري، خو بیا هم هڅه کوي په یو شمېر نورو ولایتونو کې د راتلونکي لپاره د بېړنیو مرستو د رسولو په موخه ځیني نور ګودامونه هم جوړ کړي.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 178447

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/178447/

جمهور
  https://www.jomhornews.com