د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ د روغتیا څانګې اعلان کړی چې په افغانستان کې ۱۷.۹ میلیونه وګړي طبي مرستو ته اړتیا لري.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې د ملګرو ملتونو دغې ادارې نن دوشنبه (د لیندۍ ۱۹مه) په یوه راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې د روغتیايي خدمتونو جوړښت نازک او د منابعو له نشتوالي، روغتیايي خدمتونو ته مساوي لاسرسی نه لري او د روغتیا میندې او ماشومان له جدي ننګونو سره مخ دي.
دا راپور په داسې حال کې خپرېږي، چې طالبانو په دې وروستیو کې په طبي موسسو کې د نجونو او ښځو پر زده کړو بندیز لګولی او د هېواد په کچه یې پوهنتونونو ته د نجونو او ښځو پر تګ هم بندیز لګولی دی.
جمهورخبري آژآنس