۰
د تركيې ولسمشر:

په افغانستان كې د نجونو پر زده كړو بنديز اسلامي نه دى/ زه شخصاً دا مساله سپړم

دوشنبه ۱۹ قوس ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۳۶
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د یوې وینا په ترڅ کې په افغانستان کې د طالبانو تر واک لاندې د نجونو پر زده کړو د بندیز په اړه سختې نیوکې وکړې او ویې ویل چې په شخصی ډول به دا موضوع تعقیب کړی.
په افغانستان كې د نجونو پر زده كړو بنديز اسلامي نه دى/ زه شخصاً دا مساله سپړم
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د یوې وینا په ترڅ کې په افغانستان کې د طالبانو تر واک لاندې د نجونو پر زده کړو د بندیز په اړه سختې نیوکې وکړې او ویې ویل چې په شخصی ډول به دا موضوع تعقیب کړی.

د جمهور آژآنس د خبر له مخې رجب طیب اردوغان دې غونډې ته په وینا کې وویل، په افغانستان کې د هغو کسانو کار چې د ښځو له زده کړو منع کوي، نه انساني او اسلامي دی.

هغه وویل، موږ به هیچا ته دا اجازه ورنکړو، د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت او حتی زه به دا موضوع تعقیب کړم.

په دې وینا کې اردوغان زیاته کړه چې دا ډول عمل په اسلام کې ځای نه لري.

له هغه وخته چې طالبانو پر افغانستان واک تر لاسه کړ، د دې خاورې پر خلکو، په ځانګړې توګه پر نجونو او ښځو سخت بندیزونه لګولي دي.

د دغو بندیزونو او فشارونو په وروستیو کې د دغې ډلې غیر حاضر مشر په طبي ادارو کې د نجونو پر زده کړو بندیز اعلان کړ.

هغه حکم او پرېکړه چې په افغانستان کې دننه او په نړیوالو فورمونو کې یې ګڼ غبرګونونه راپارولي دي.

جمهورخبري آژآنس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي