خلیل‌زاد: طالبان دې پر مهمو مسایلو خبرو اترو ته چمتو وي

18 قوس 1403 ساعت 9:07

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد، د طالبانو حکومت له چارواکو غوښتي چې، د امریکا له نوي حکومت سره د بحث لپاره تیار وي.


د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد، د طالبانو حکومت له چارواکو غوښتي چې، د امریکا له نوي حکومت سره د بحث لپاره تیار وي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې  خلیل‌زاد له طلوع‌نیوز سره په مرکه کې همدارنګه، د اسلامي امارت او نړۍوالې تولنې ترمنځ د اړیکو عادي کول د دواړو لورو په ګټه ګڼلي دي.

هغه ویلي«طبیعي ده چې، افغانستان یوه مهمه موضوع ده او په دې برخه کې طالبان دې هم چمتو وي که‌چېرې د امریکا له نوي حکومت سره د مهمو مسایلو په هکله بحث وشي، چې هرو مرو کېږي، د هغوی نظر څه دی او د نړۍوالې ټولنې د یوه مسوول غړي په توګه، د طالبانو، افغانستان او امریکا ترمنځ د اړیکو عادي او ښه کولو لپاره حاضر دي څه وکړي.»

خلیل‌زاد همدارنګه هیله څرګنده کړې چې، په امریکا کې د نوي حکومت په رامنځته کېدو سره، د کابل او واشنګټن اړیکې به ښې شي.

زلمي خلیل‌زاد وویل:«له نړۍ سره د افغانستان د اړیکو عادي کول، د افغانانو او طالبانو لپاره یو ښه ګام دی چې، اقصادي وضعیت به ښه شي، افغانان به د تحصیل او تعلیم حق ولري، پانګونه به زیاته شي او په افغانستان کې به سفارتونه وي.»

دی وايي، په هېواد کې زده‌کړې د ښځو او نجونو حق وباله او د افغانستان له سرپرست حکومته یې وغوښتل چې، له نړۍوالې ټولنې سره د یوځای کېدو لپاره دغې مسئلې ته جدي پاملرنه وکړي.

هغه زیاته کړه:«د هغوی د صدارت د مرستیالانو تر کچې وویل چې، تعلیم، ان دوکتورا د ښځو او نرانو حق دی. څو کاله کېږي چې، وايي لږ صبر وکړئ چې، وضعیت ښه شي؛ خو د ښه‌والي پر ځای نور هم ستونزمن شو.» 

زلمي خلیل‌زاد د دوحې فورم د ۲۲مې غونډې په څنډه کې ټینګار کړي، چې د طالبانو حکومت دې په بېلابیلو برخو کې د افغانانو مشروع غوښتنو ته درناوی وکړي.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 178416

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/178416/

جمهور
  https://www.jomhornews.com