کرن ډېکر: د دوحې هوکړه‌لیک پلي کول تعقیبوو

18 قوس 1403 ساعت 9:04

د افغانستان لپاره د امریکا سفارت شارژدافیرې کرن ډېکر د دوحې فورم د نړۍوالې غونډې په څنډه کې ویلي، امریکا په افغانستان کې دوه اصلي موخې تعقیبوي چې، د دوحې هوکړه‌لیک پلي کول او د افغانستان خلکو ته د بشري مرستو لېږل دي.

د جمهور آژآنس د خبر له مخې ډېکر وویل«لومړی مورد دا دی ډاډ ترلاسه کړو، د ترهګرۍ پر وړاندې هغه ژمنې چې، د دوحې په هوکړه لیک کې یې یادونه شوې، عملي کېږي، دویم مورد د افغانستان د خلکو ملاتړ دی او دغه ملاتړ د بشري مرستو له لارې دی چې، موږ له ۲۰۲۱ زېږدیز کال راهیسې څه باندې۲ مېلیارد ډالره مرسته کړې ده. زه د نورو هېوادونو په تړاو خبرې نه شم کولای؛ خو د امریکا لپاره موږ په پرېکنده ډول ویلي دي چې، د افغانستان حکومت خپل مشروعیت د افغانستان له خلکو اخلي.»

جمهورخبري آژآنس
 
د مطلب کود: 178415

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/178415/

جمهور
  https://www.jomhornews.com