۰

کرن ډېکر: د دوحې هوکړه‌لیک پلي کول تعقیبوو

یکشنبه ۱۸ قوس ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۰۴
د افغانستان لپاره د امریکا سفارت شارژدافیرې کرن ډېکر د دوحې فورم د نړۍوالې غونډې په څنډه کې ویلي، امریکا په افغانستان کې دوه اصلي موخې تعقیبوي چې، د دوحې هوکړه‌لیک پلي کول او د افغانستان خلکو ته د بشري مرستو لېږل دي.
کرن ډېکر: د دوحې هوکړه‌لیک پلي کول تعقیبوو
د افغانستان لپاره د امریکا سفارت شارژدافیرې کرن ډېکر د دوحې فورم د نړۍوالې غونډې په څنډه کې ویلي، امریکا په افغانستان کې دوه اصلي موخې تعقیبوي چې، د دوحې هوکړه‌لیک پلي کول او د افغانستان خلکو ته د بشري مرستو لېږل دي.

د جمهور آژآنس د خبر له مخې ډېکر وویل«لومړی مورد دا دی ډاډ ترلاسه کړو، د ترهګرۍ پر وړاندې هغه ژمنې چې، د دوحې په هوکړه لیک کې یې یادونه شوې، عملي کېږي، دویم مورد د افغانستان د خلکو ملاتړ دی او دغه ملاتړ د بشري مرستو له لارې دی چې، موږ له ۲۰۲۱ زېږدیز کال راهیسې څه باندې۲ مېلیارد ډالره مرسته کړې ده. زه د نورو هېوادونو په تړاو خبرې نه شم کولای؛ خو د امریکا لپاره موږ په پرېکنده ډول ویلي دي چې، د افغانستان حکومت خپل مشروعیت د افغانستان له خلکو اخلي.»

جمهورخبري آژآنس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي