۰

ترکیې پولیسو د ۲۷ افغان ماشومانو په ګډون ۶۰ کډوال نیولي

یکشنبه ۱۸ قوس ۱۴۰۳ ساعت ۰۸:۵۵
د ترکیې ساحلي ګارد د ۲۷ افغان ماشومانو په ګډون شاوخوا ۶۰ کډوال نیولي دي. نیول شوي کسان د بهرنیو وګړو د ایستلو مرکز ته لیږدول شوي دي.
د ترکیې ساحلي ګارد د ۲۷ افغان ماشومانو په ګډون شاوخوا ۶۰ کډوال نیولي دي. نیول شوي کسان د بهرنیو وګړو د ایستلو مرکز ته لیږدول شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په یوه بله پېښه کې اوه افغان وګړي د «انساني قاچاق» په تور نیول شوي دي.

ترکي رسنیو پرون د دغه هیواد د ساحلي ګارد په حواله راپور ورکړی چې د دغو کډوالو د لیږدیدونکي کښتۍ د اینجن د خرابۍ خبر له ترلاسه کولو وروسته یې هغوی «ژغورلي» دي.

د ترکیې پولیسو اوه تنه افغان وګړي د هغو کډوالو د ساتلو په تور نیولي دي چې دغه هیواد ته په «ناقانونه» ډول ننوتلي وو.

ترکیې د ایران او پاکستان په څېر په وروستیو میاشتو کې د افغان کډوالو د پېژندنې او شړلو بهیر ګړندی کړی، او په وروستیو میاشتو کې یې سلګونو افغان کډوال نیولي او شړلي دي.

جمهورخبري آژآنس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي