۰

ټرمپ: د سوریې جګړه زمونږ نه ده، پریږدئ چې پر مخ لاړه شي

یکشنبه ۱۸ قوس ۱۴۰۳ ساعت ۰۸:۵۳
د امریکا نوي ټاکل شوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ په یوه تازه ټویټ کې ویلي چې د سوریې وسله‌والو مخالفینو په بې‌ساري او همغږي بریدونو کې ګڼ شمېر ښارونه نیولي او اوس د دمشق په څنډو کې دي، چې ښایي د بشار الاسد د رژیم پر وړاندې لوی اقدام ته چمتووالی ونیسي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې هغه زیاته کړې چې روسیه، د اوکراین په جګړه کې ښکېله ده او د ۶۰۰,۰۰۰ څخه د زیاتو سرتېرو بوختیدو له امله په سوریه کې د دې پرمختګونو د مخنیوي توان نه لري.

ټرمپ په خپل بیان کې ویلي: “متحده ایالات باید په دې کې هېڅ ډول ښکېلتیا ونه لري. دا زموږ جګړه نه ده. پرېږدئ چې وضعیت خپله پرمختګ وکړي. مداخله مه کوئ!”

جمهورخبري آژآنس

ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي