د طالبانو اقتصادي اداره وايي، د افغانستان د اقتصاد د نازک وضعیت په اړه د نړیوال بانک راپور له حقیقته لرې دی.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې د طالبانو د اقتصادي مرستیال مطبوعاتي دفتر نن ( د لیندۍ ۷۱مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د افغانستان د اقتصادي وضعیت په اړه د نړیوال بانک له خوا خپاره شوي ډېر څه له حقیقته لرې دي.
طالبانو ویلي، که څه هم په دې راپور کې د ځینو پرمختګونو یادونه شوې، خو په دغو برخو کې د وړاندې شوې ودې او پرمختګ سلنه له دې څخه زیاته او لوړه ده.
باید وویل شي، چې نړیوال بانک په خپل تازه راپور کې ویلي، چې د افغانستان د ناخالصو تولیداتو منځنۍ وده ۲.۷ سلنه وه.
راپور زیاتوي، که څه هم افغانستان د منځنۍ کچې وده تجربه کړې، خو له جدي ننګونو سره مخ دی چې په کې مالي خنډونه، د سوداګرۍ نابرابري او د عامه پانګونې محدود ظرفیت شامل دي.
جمهورخبري آژانس