۰

طالبانو کاپیسا کې یوه ښځه او څلور نارینه د زنا او لواطت په تور په دورو ووهل

شنبی ۱۷ قوس ۱۴۰۳ ساعت ۱۶:۵۴
د طالبانو سترې محکمې اعلان کړی چې دغې ډلې په کاپیسا ولایت کې یوه ښځه او څلور نارینه د زنا او لواطت په تور په دورو وهلي دي.
طالبانو کاپیسا کې یوه ښځه او څلور نارینه د زنا او لواطت په تور په دورو ووهل
د طالبانو سترې محکمې اعلان کړی چې دغې ډلې په کاپیسا ولایت کې یوه ښځه او څلور نارینه د زنا او لواطت په تور په دورو وهلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د طالبانو تر کنټرول لاندې د هېواد سترې محکمې د شنبې په ورځ (د لیندۍ ۱۷ مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې یوه ښځه او څلور نارینه د زنا او لواطت په تور له ۲۰ تر ۳۹ دورو وهلو محکوم شوي دي.

دغې محکمې ویلي چې دغو کسانو هر یو له یوه تر دوو کلونو بند هم محکوم کړی دی.

ویل کیږي چې په دې وروستیو میاشتو کې د طالبانو ډلې د ټولو په مخ کې د تورنو کسانو د اعدام سزا زیاته کړې ده.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي