د افغانستان یو پخواني جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف وایي، فقر، بې سوادي، کرکه او له وطنه تېښته د طالبانو د درې کلونو لاسته راوړنې دي.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې رسول سیاف د جمعې په ورځ «د لیندۍ۱۶ مه» د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي اجماع د جوړولو په پروګرام کې وویل: له افغانستان څخه درې یا درې نیم کاله تېرېږي. د طالبانو د ډلې واکمني او د دې دورې لاسته راوړنې په څو ټکو کې خلاصه کیدی شي. فقر، بې سوادۍ، د دین خلاف او له وطنه تېښته. دا هغه موضوعات دي چې د دغې ډلې د لاسته راوړنو په توګه یادولای شو.
هغه طالبانو ته په خطاب کې زیاته کړه: دا ستاسو طبیعت دی او موږ اندېښمن یو، ځکه تاسو دا کارونه د دین په نوم وکړل، اوس د شريعت لاره بېله ده، شريعت خلک هڅوي او کرکه نه کوي.
هغه زياته کړه: څو ورځې وړاندې يې د پوهنې او ښوونځيو د دروازو د تړلو ترڅنګ د روغتيايي زده کړو د مرکزونو دروازې هم وتړلې، د ښځينه ډاکټرانو شتون د ټولنې له مکلفيتونو څخه دى. ولې داسې کوې؟ او که یې کوئ نو د دین په نوم یې ولې کوئ؟ له هغه وخته چې تاسو دا کار پیل کړ، په نړۍ کې د اسلام خپرېدل بند شول.
دغه مشهور جهادي مشر زیاته کړه چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان په نړیواله کچه منزوي شوی دی او موږ څو څو ځله طالبانو ته ویلي چې راشئ او د خبرو له لارې دغه ستونزه حل کړئ، خو دغې ډلې د انقرې په غونډه کې دا خبره له پامه غورځوله موږ غواړو د افغانستان ستونزه د خبرو له لارې حل کړو، خو له بده مرغه تر اوسه د دې ډلې ځواب منفي دی.
باید وویل شي، چې د طالبانو پر ضد یو شمېر سیاسي څېرو د «افغانستان د ژغورنې ملي اجماع» تر نامه لاندې نوی ایتلاف جوړ کړی دی.
د دغه فورم موخه له اوسني حالت څخه د افغانستان ژغورل او د طالبانو له ډلې سره مقابله ده.
د دغه ائتلاف غړو د خپل شتون د اعلانولو په موخه په مجازي غونډه کې د افغانستان پر روان وضعیت او له اوسني بحران سره د مبارزې پر لارو چارو خبرې وکړې.
دغه ائتلاف ټینګار کوي چې د سیاسي او ټولنیزو ځواکونو ترمنځ د همغږۍ او یووالي له لارې د هېواد بحران ته د حل لاره موندل کېدای شي.
جمهورخبري آژانس