طالبانو له ترکمنستان څخه د برېښنا د پېرلو قرارداد تمدید کړ

17 قوس 1403 ساعت 16:46

د طالبانو ویاند حکمت الله میوندي برشنا ته وویل چې دغې ډلې له ترکمنستان څخه د برېښنا د پېرلو قرارداد تمدید کړی دی.


د طالبانو ویاند حکمت الله میوندي برشنا ته وویل چې دغې ډلې له ترکمنستان څخه د برېښنا د پېرلو قرارداد تمدید کړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د برشنا شرکت لپاره د طالبانو ډلې ویاند په خپله اېکس پاڼه کې لیکلي، چې د دغه شرکت اجرایوي رییس ډاکټر عبدالباري عمر ترکمنستان ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه شرکت د برېښنا قرارداد د راتلونکي کال لپاره تمدید کړ.

طالبانو لیکلي، چې د دغه قرارداد پر اساس ترکمنستان د اندخوی، اقینې، بادغیس او تورغونډۍ-هرات له لارې برېښنا واردوي.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 178395

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/178395/

جمهور
  https://www.jomhornews.com