د طالبانو ویاند حکمت الله میوندي برشنا ته وویل چې دغې ډلې له ترکمنستان څخه د برېښنا د پېرلو قرارداد تمدید کړی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د برشنا شرکت لپاره د طالبانو ډلې ویاند په خپله اېکس پاڼه کې لیکلي، چې د دغه شرکت اجرایوي رییس ډاکټر عبدالباري عمر ترکمنستان ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه شرکت د برېښنا قرارداد د راتلونکي کال لپاره تمدید کړ.
طالبانو لیکلي، چې د دغه قرارداد پر اساس ترکمنستان د اندخوی، اقینې، بادغیس او تورغونډۍ-هرات له لارې برېښنا واردوي.
جمهورخبري آژانس