ملګري ملتونه:

سخت ژمی به د میلیونونو افغانانو ژوند له ګواښ سره مخ کړي

17 قوس 1403 ساعت 10:21

ملګري ملتونه وايي، په افغانستان کې سخت ژمی ښايي سږکال هم د میلیونونو افغانانو ژوند له ګواښ سره مخامخ کړي.


ملګري ملتونه وايي، په افغانستان کې سخت ژمی ښايي سږکال هم د میلیونونو افغانانو ژوند له ګواښ سره مخامخ کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې په داسې حال کې چې د ژمي راتګ ته شاوخوا دوې اونۍ پاتې دي، په افغانستان کې د بېوزلو کورنیو د ناوړه وضعیت په باب اندېښنې زیاتې شوې دي.

د ملګرو ملتونو یوه اداره وايي، د افغانستان په ځینو برخو کې د ژمي پر مهال د هوا درجه منفي ۲۰ ته هم رسېږي چې دا کار د زیانګالو کسانو ژوند له ګواښ سره مخامخوي.

سږ کال ژمی داسې وخت راځي چې له ګاونډیو او نورو هېوادونو سلګونه زره افغان پناه غوښتونکي اخراج شوي او لا هم ګڼ بېځایه شوي کسان خپلو اصلي مېنو ته ستانه شوي نه دي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لویه کمېشنري یا یواین‌ایچ‌سي‌آر وايي، ژمی د هغو کسانو لپاره تر ټولو سخت دی چې له بېوزلۍ کړېږي.

جمهورخبري آژآنس
 


د مطلب کود: 178376

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/178376/

جمهور
  https://www.jomhornews.com